هند ۲۳ کسان د مسلمانانو په وژنې محکوم کړي

په هندوستان کې یوې محکمې ۲۳ کسان لس کاله مخکې د ګجرات په ایالت کې د مذهبي بلاګانو پرمهال د مسلمانانو په وژنه محکوم کړي دي.

محکوم شوي کسانو له نورو بلواګرو سره یوځاي یوه کور ته اور اچولی و چې ۲۳ مسلمانانو چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو پکې پناه اخیستې او ټول مړه شوي وو.

په ګجرات ایالت کې مذهبي بلواګانې وروسته هغه پیل شوې چې د هندو زیات کوونکو یوه اورګاډي ته اور واچول شو او له زرو ډیر کسان پکې ووژل شول.

دا دریمه پیښه ده چې د سترې محکمې له خوا د بلواګانو په هکله ګومارل شوې څیړونکې ډله یې څیړي.