جرمني خپلو وګړو ته وړیا ترانسپورت برابروي

د جرمني په لیب زیش ښار کې هغو کسانو ته چې د خپل کار ځای ته په موټرو کې ځي د وړیا ترانسپورت زمینه برابره شوې ده.

هغه کسان چې د موټر چلوولو لایسنس لري کولای شي چې د یوې اوونۍ لپاره په وړیا توګه په بسونو او اورګاډو کې سفر وکړي.

له دې کار نه هدف موټر چلوونکي د موټر له چلوولو څخه لاس په سر کیدو ته اړایستل په ګوته شوی دی.

د لیب زیش ښار چارواکي دغلته د موټرو د زیاتیدو په اړه اندیښمن دي او هیله لري چې د وړیا ترانسپورت نوښت به یو شمېر موټر چلوونکي د خپلو موټرو له چلوولو څخه لاس په سر کړي.