د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیران د خبرو لپاره امریکا ته تللي

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران امریکا ته رسیدلي چې له اړوندو امریکايي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر بیلا بیلو اړخونو خبرې وکړي.

ددغه تړون پر مسودې له څو میاشتو راهیسې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي خو اوس ویل کیږي چې د تړون پر ډیرو جزییاتو جوړجاړې رامنځ ته شوې دی.

هیله کیږي چې دغه تړون به په راروانه میاشت کې په امریکا د ناټو تر سرمشریزې وړاندې لاسلیک شي.