ش. کوریا وايي اوږدمزلی توغندی نه، سټلایټ توغوي

شمالي کوريا وايي دوی د سټلايټ توغولو لپاره خپل چمتوالی بشپړوي.

په پيونګ يانګ کې يوه نايابه خبري کنفرانس کې يوه لوړرتبه چارواکي هغه بدګماني بېځايه وبلله چې ګواکې دا د اوږد مزلي توغندي ازموينه ده.

روسيې دېته په غبرګون کې غیرمعمولي قوي اعلاميه خپره کړې او دا ازموينه يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړو سرغړونه بللې ده.

امريکا او ملګري يې دغه توغندي ته د شمالي کوريا د هستوي وسلو د لېږدولو د بلقوه سيستم په سترګه ګوري.