سوریه وايي له ځینو ولایتونو پوځيان راوباسي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي، حکومت ژمنه کړې، چې له ځینو ولایتونو به خپل پوځي کنډکونه راوباسي.

المعلم دا څرګندونې د روسیې پلازمېنه مسکو کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي ویلي: "موږ هغه ترهګر چې ولسي وګړي وژني او تښتوي، او زیربنايي بنسټونه ړنګوي، ضمانت ته نه پرېږدو، بلکې له ښاغلي عنان دا ضمانت غواړو."