ریک سنټروم د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو په شا شو

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند یو نوم آند ریک سنتروم چې ولسمشرۍ ته یې ځان نومولی وو له خپلې نوم آندۍ تېر شو.

نو په دې سره به د نومبر میاشتې په ټاکنو د ولسمشر اوباما احتمالي سیال میت رامني وي.

ښاغلی سنتروم چې ټولنیز محافظه کار دی دغه تصمیم یې د پنسلوانیا په آیالت کې په داسې حال کې ونیو چې کورنۍ یې تر څنګ وه.

د ښاغلي سنتروم نژدې همکار دیوید تیلور په دې اړه وايي:

اکټ

ډاډه یم ریک په دې باور دی چې میت رامني یو مناسب نوم آند نه دی، ځکه ریک غواړي چې په خپلو خبرو کې ریښتین اوسي، له رامني څخه په یوه مخ ملاتړ به په دې معنی وي چې مخکنیو نیوکو، سیاسي موخې درلودې او زما په آند داسې څه موجود نه وو.