د برما مخالفه مشره له ولسمشر تین سین سره ګوري

د برما د مخالفینو مشره آنګ سان سوچي د دغه هېواد له ولسمشر تین سین سره په پلازمینې نیي پي تاو کې ګوري.

دغه لیدنه د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو یواځې دوه اونۍ وروسته کیږي چې د مېرمن سوچي ګوند پراخ بریالیتوب پکې ترلاسه کړ.

دا د دوی دویمه لیدنه ده.