سودان وايي د تېلو بډایه سیمه د ځواکونو په واک کې ده

سوډان وايي د تیلو بډایه سیمه هېګ لېګ اوس د سوډاني ځواکونو تر ولکې لاندې ده او ددوی ځواکونه اوس شمال خوا ته په شا تللي دي.

جنوبي سوډان تایید کړې چې ددوی ځواکونو د تیلو بډایې سیمې په لور پر مخ تللي دي او زیاتوي چې د سوډاني ځواکونو د هوايي او ځمکني برید په ځواب کې دا کار ترسره شوی دی.

د جنوبي سوډان د پوځ ویاند په دې اړه وايي:

''پر سپلا هوايي برید شوی، موږ هوايي ملاتړ نه لرو، د دوی هوايي وړتیا ډېره ده خو موږ پر خپلې ریښتینولی باور لرو. پر سلپا فشار ډېر دی، موږ یواځې ددوی د برید ځواب ورکړی او په شا مو تمبولي دي.''