افغان چارواکى په لغمان کې ووژل شو

د ختيځ ولايت لغمان د دولت شا ولسوالۍ مرستيال عبد الله د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى او د هغې ولسوالۍ يو ښوونکى ټپي شوى دى.

چارواکي وايي پر دوې هغه مهال د سړک غاړې يو ماين وچاوده چې په ځايي وخت شا وخوا نهه بجې پر يو موټر سايکل سپارۀ د ولسوالۍ پر لوري روان وو.

ټپي ښوونکى د ولايتي ادارې د چارواکو په وينا د مهتر لام روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوى دى.

. وسله والو طالبانو د دغې چاودنې مسوليت په غاړه اخيستى دى.