راسموسن افغان ځواکونه وستايل

د ناټو عمومي منشي اندر فوګ راسموسن وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به، چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانۀ وځي، ناټو به خپلو مرستو ته په دغه هیواد کې دوام ورکوي.

ښاغلی راسموسن، چې له ولسمشر کرزي سره د پنجشنبه په ورځ( د اپريل ١٢) په ارګ ماڼۍ کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل د ناټو په سرمشريزه به چې په شیګاګو کې کيږي ، افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد او د افغان ځواکونو د پياوړي کیدو په لارو چارو خبرې وکړي.

ښاغلي راسموسن د افغان ځواکونو ستاینه وکړه، او ویې ویل دغه ځواکونه د دې وړتیا لري، چې امنیتي مسوولیتونو ته اوږ ورکړي.