د شمالي کوريا د توغندي د ناکامۍ ادعا شوې

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وايي شمالي کوريا د اوږده واټن يو توغندى ويشتلى خو تر پورته کېدو لږ وروسته په سمندر کې لوېدلى دى.

له جاپان نه رارسېدلى يو خبر هم وايي چې دا هڅه ناکامه شوې ده.

امريکا ويلي چې د پېښې په پلټنه بوخته ده.

په خپله د شمالي کوريا له خوا هېڅ وينا نه ده خپره شوې.

پيونگ يانگ ويلي و چې غواړي يوه سپوږمکۍ فضا ته واستوي، خو امريکا او نورو هېوادو دا د بالستيک توغندي د ازمېښت لپاره يو نرى سرپوښ بللى و.