سوريې کې اوربند پيل شوى

په سوریه کې په داسې حال کې اوربند پلی شوی چې د جګړې د د دریدو په اړه لا هم شکونه شته دي.

پرون چهارشنبه حکومت ويل که وسله والې ترهګرې ډلې بریدونه وکړي نو دوی به هم ځواب ورکړي.

د حکومت مخالفې ډلې د حکومت د ژمنو په اړه مشکوکې وې او ویلې و که حکومت له ښارونو او د خلکو د اوسیدو له ځایونو خپل ځواکونه او درنې وسلې وباسي دوی به هم وسلې پر ځمکه کیږدي.

مخالفین وايي دا هغه څه دي چې تراوسه یې نخښې لږې لیدل کیږي.

دغه راز د لویدیځ هیوادونه هم وايي چې دمشق تراوسه پورې د سولې نړیوال پلان نه دې پلی کړی.

اخوا د سوریې پلویانو بی ټنګار کړې چې یاغې ډلې دې هم بریدونه بند کړي.