د بیلاروس مخالف مشر خوشی او وبښل شو

د بیلاروس حکومت مخالف مشر اندرې سانېکوف تر ۱۶ میاشتني بند وروسته بښل شوي او خوشی شوی دی.

ښاغلی سانیکوف د ۲۰۱۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال په دسمبر کې ونیول شو چې ځان یې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په وړاندې کاندید کړی و او د ګڼو لاریونونو د جوړولو په تور په ۵ کاله بند محکوم شو.