پاکستان د سولې د شورا د نوي مشر ټاکنې هرکلی وکړ

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د افغانستان د سولې د عالي شورا د نوي مشر د ټاکنې ملاتړ کړی دی.

ولسشمر اصف علي زرداري او لومړي وزیر یوصف رضا ګیلاني د صلاح الدین رباني د ټاکنې له امله هغه ته مبارکي ویلې او هغه ته یې د سولې د ماموریت په برخه کې د بریالیتوب هیله کړه ده.

دواړو مشرانو ویلی هیواد به یی په افغانستان کې د سوله یز بهیر او اوږد مهالې سولې ملاتړ وکړي.