پاکستاني طالبان: د بنو له زندان سلګونه بندیان وتښتېدل

پاکستاني طالبانو ویلي چې د بنو پر مرکزي زندان یې برید کړی دی.

دوی وايي چې له دغه زندانه سلګونه بندیان تښتېدلي.

د پاکستان امنیتي سرچینو هم منلې ده، چې له زندانه د وسله وال برید په پایله کې سلګونه بندیان په تېښته بریالي شوي.