د نړۍ قدرتونه د ایران پر اتومي پروګرام بحث کوي

د نړۍ ستر قدرتونو په تېر يوه کال کې د لومړي ځل لپاره نن د ايران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر د بحث لپاره سر جرګه کېږي.

ټاکل شوې امريکا، روسيه، چين، برتانيا، فرانسه او جرمني د ترکيې په استانبول کې له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما دا کتنه د دپلوماسۍ په برخه کې وروستی چانس وباله.

امريکا ايران تورنوي چې ګواکي په پټه د هستوي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې ده. خو ايران دا تورونه رد کړي دي.

بل خوا د ايران د ملي امنيت شورا مشر سعيد جليلي د ايران د هستوي وسلو پر سر د خبرو لپاره استانبول ته رسېدلی دی.

د ايران له لوري به د دغو خبرو مشر مرکچي سعيد جليلي وي او د پنجه جمعه هېوادونو له لوري به د خبرو مشري د کاترين اشتون پر غاړه وي.