هلمندیان د اماني ماڼۍ په رغولو کې برخه اخیستل غواړي

د هلمند چارواکو د ځایي خلکو په مرسته یو داسې پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې په کابل کی د دارلامان تاریخي مانۍ د رغولو لپاره بسپنه راټوله او په پاى كې د دارالامان د ماڼۍ د بيارغونې لپاره چې كابل ښاروالۍ يې د جوړولو هوډ كړى، ولګوې.

د هلمند والي ګلاب منګل د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې تر دې دمه ځینو چارواکو او یو شمېر خپلواکو ټولنو په خپله خوښه څه باندې څلور زره امريكايي ډالراو يومیليون افغانۍ دغه پروګرام ته راغوڼدې کړې.

ښاغلي منګل تمه وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې د بسپنې پیسې لس میليونه افغانيو ته ورسېږي.

هغه وویل چې ددغه پیسو په راغوڼډولو سره به هلمندیان نورو ولایتونو او قومونو ته وښيي چې ددغه ولایت خلک د ټولو ملي پروګرامونو په پلی کولو کې له هېچا څه کم نه دي.

چارواکي وایي دغه پروګرام به د یوې اوونۍ لپاره وغځېږي او هرڅوک به له خپل وس سره سره سمه مرسته کوي.