اروزګان کې ماین خښوونکي پخپل ماین ووژل شول

د اروزګان ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايي چې تېره شپه ددې ولايت د چهار چينو ولسوالۍ په 'ګوردين' سيمه کې دوه ماین خښوونکي چې غوښتل یې د سړک د غاړې ماين ځاى پر ځاى کړي، د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

هغه وایي چې په چاودنه کې یو بل وسله وال ټپي شوی دی.

عايل وايي چې پر همدې مهال د نوموړې ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوسته وسله وال بريد شوى چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال ژوبل شوي دي.

که څه هم ددې پېښو په اړه وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دى ښودلی، خو په دې وروستيو کې د اروزګان ولايت په کچه د امنيتي پېښو ګراف لوړ شوى دى.