هالنډ د بوسنیايي مسلمانانو د ټول وژنې عریضه رد کړه

د هالنډ سترې محکمې د بوسنيايي مسلمانانو هغه عريضه رد کړې چې په نويمه لسيزه کې يې د مسلمانانو د عام وژنې په تړاو کړې ده.

هالنډ له دې امله له نړيوال قانوني تعقيب سره مخامخ دی چې د دغې وژنې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د دغې عام وژنې مدافع وکيلانو چې د زرګونو قربانيانو استازيتوب کوي ويلي دي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې ته به مراجعه وکړي.

په صربستان کې د هالنډ سوله ساتو ونه شو کړای چې په ۱۹۹۵ کې صربي ځواکونه د اته زره مسلمانانو له وژنې راوګرځوي.