چین وايي اقتصادي ودې یې رالوېدلې ده

د چين اقتصادي وده د نړۍ د دويم اقتصاد په توګه رالوېدلی ده.

د دې ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين اقتصادي وده اته اعشاريه يوه ته راښکته شوې چې په تېرو دريو کلونو کې تر ټولو ښکته ده.

دا هغو شمېرو نه خورا کمه ده چې اټکل يې شوی وو او همدا په درسته نړۍ کې د خصوصي شرکتونو او پانګوالو د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

ډیری دغه شرکتونه چې د نړېوال اقتصادي بحران پر مهال يې د چين په اقتصاد چې هغه مهال ډېر تر خطر لاندې نه وو، تکيه لرله.