کوریایان د کیم جون اېل کارنامې ستايي

له هغه يوه ورځ وروسته چې شمالي کوريا ونه شو کړای خپل فضايي توغندی په برياليتوب وتوغوي، د نوي مشر کېم جونګ اوون په ملاتړ يوه ستره غونډه شوې ده.

لسګونه زره کوريايان د پيونګ يانګ په سټيډيوم کې راغونډ شوي او هغه ويناوې اوري چې په کې د شمالي کوريا د بنسټ ايښودونکي او د اوسني مشر کېم جونګ اوون د پلار کېم ايل سونګ ستاينه کېږي.

د بي بي سي خبريال چې د دغې صحنې شاهد دی وايي د راټولو شويو يو پر دريمه يې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه دي.