هلمند کې څلور پولیس وژل شوي

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې چارواکي وايي په دغه ولايت کې دوو پېښو څلور افغان پوليس وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

ولايتي چارواکي وايي په لومړۍ پېښه کې چې په خانشين کې وشوه د سرحدي پوليسو يو ګاډی په ماين ور برابر شو.

په دغه پېښه کې درې سرحدي پوليس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

څلورم پوليس بيا د همدې ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه منلې ده.