سوریه کې بیا نښتو ۲۵ کسان وژلي

د سوریې په حمص ښارکې د پرله پسې درنو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د حکومت مخالفین وایې دغه جګړه هغومره درندې وې چې تر اوربند وړاندي وې.

په دغو جګړو کې ویل کیږي چې پنځه ویشت کسان وژل شوی دي.

حکومتي ځواکونه او مخالفین یې دواړه یو بل په حمص او نورو ښارونو کې د تاوتریخوالي په پارولو تورنوي.

دغه نوي جګړې داسي مهال سوي چې د ملګريو ملتونو د اوربند څارنې ماموريت لومړي کسان د سوريې پلازمېنې دمشق ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې څانګې یوه وياند وويل ۶ تنه بې وسلې پوځي څارونکي به په سوريه کې د دوشنبې په ورځ کار پيلوي.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د عملیاتو یوه ویاند کیرن دایر له بی بی سی سره په خبرو کې لدغه پلاوي څخه خپلې تمې یادې کړې:

''اټکل دی د دغې څارونکې ډلې نور ۲۴ تنه غړي په څو راتلونکو ورځو کې ورسېږي. ملګري ملتونه له وړاندې غواړي دغه ماموريت ۲۵۰ کسانو ته پراخ کړي.''