د م.م څارونکي دمشق ته رسېدلي

د ملګرو ملتونو د اوربند څارنې ماموريت لومړي کسان د سوريې پلازمېنې دمشق ته رسېدلي دي.

د ملګريو ملتونو د سولې ساتنې څانګۍ وياند وويل ۶ تنه بې وسلې پوځي څارونکي به په سوريه کې د دوشنبې په ورځ کار پيلوي.

د دغې څارونکې ډلې نور ۲۴ تنه غړي اټکل دی په څو راتلونکو ورځو کې ورسېږي. ملګري ملتونه له وړاندې غواړي دغه ماموريت ۲۵۰ کسانو ته پراخ کړي.

له اوربند سره چې له تېرې پنجشنې/ پنځنۍ پلی شوی، تاوتريخوالی هم روان دی.

په حمص کې هم د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.