سیف الاسلام لېبیا کې محاکمه کېږي

بي بي سي موندلې، چې د جرمونو نړیواله محکمه به ډیر ژر د لېبیا د پخواني ولسمشر د زوی سیف الاسلام قذافي په اړه هغه غوښتنه بېرته واخلي، چې ویلي یې وو سیف الاسلام دې د هاګ محکمې ته وسپاري.

دغې قضيې نه نژدې چارواکو ویلي، داسې پریکړې ته نژدې شوي، چې پرمټ به یې سیف الاسلام قذافي په لیبیا کې دننه د هاګ محکمې تر څارنې لاندې محاکمه کېږي.

په طرابلس کې منځ مهالي حکومت هاګ محکمې ته د سیف الاسلام د سپارلو غوښتنه رد کړې وه.

دغې محکمې ښاغلی قذافي په بشري ضد جرمونو تورن کړی دی.

د ډګروال قذافي دغه تر ټولو مشهور زوی په تېر نومبر کې نیول شوی او اوس د لېبیا په زینطان سیمه کې د ملېشو له خوا په بند کې ساتل کېږي.