د ناروې قاتل د وژنې دلایل وړاندې کوي

ټاکل شوې په ناروې کې اورپکی اندېرس بېرېنگ برېوېک د خپلې محکمې په دویم ورځ شواهد وړاندې کړي.

له ښاغلي برېویک نه به وغوښتل شي، چې ولې په تیر جولای کې له پلازمینې اوسلو سره نژدې یې په دوو بریدونو کې ۷۷ تنه ووژل.

د اندریس بریویک شاهدي به د تلویزیون له لارې نه خپریږي ځکه محکمه نه غواړي، چې د هغه لپاره داسې موقع برابره کړي، چې په مرسته یې دی خپلې څرګندونو خلکو ته ووايي.

پرون دوشنبه اندرس برویک د محاکمې پرمهال خوشاله ښکارېده، خو ویل یې چې د محکمې صلاحیت نه مني، ځکه چې په وينا يې د هغو سياسي ډلو ملاتړ ورسره دى چې په دغه هېواد کې نورو وگړو ته هم د اوسېدو حق ورکوي