ش. کوریا وايي اتومي ازموینې نه ځنډنۍ کوي

شمالي کوریا وایې تر دې وروسته د خپلو توغندیزو او اتومي ازموینو په تر سره کېدو کې ځنډ نه راولي.

دغه آزموینه د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له لوري د خوراکي توکو د تر لاسه کیدو په بدل کې ځنډول شوې وه .

د شمالي کوریا د ملګرو ملتونو نیوکې رد کړې او ویویل چې امریکا د هغه تړون له مخې پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی .

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس وایې اوس ښایې ددوی استازي د شمالي کوریا لیدنه ونه کړي .

شمالي کوریا تیره میاشت له امریکا سره د دغه تړون د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو څارونکي وربللي وه ، خو وروسته له هغه چې شمالي کوریا فضا ته د یوه توغندي د توغولو اعلان وکړ ، امریکا د خوراکي توکو د مرستې په اړه دغه تړون ځنډولی وو.