مصر ولسمشرۍ ټاکنو ته ځینې کاندیدان له لیسته وایستل

د مصر د انتخاباتو کمیسیون ددغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د څو تنو نوماندانو د ایستلو خبره منلې ده .

د مصر د پخواني رژیم د استخباراتو د ادارې مشر عمل سلیمان ، د سلفیانو د محافظه کارو نوماند حازم ابو اسماعیل او د اخوان المسلمین نوماند خیرت الشاطر په دغو رد صلاحیت سویو کسانو کې دي .

دغه درې هغه کسان دي چې وړاندي یې د انتخاباتو د ګټلو ډیره هیله کیده .

اخوان المسلمین وایې دا پریکړه ښیې چې د واک پخواني څښتنان اوس هم د مصر په مشرتابه کې سته او د پروسږ کال د انقلاب لاسته راوړني ددوی په خبره له خطر سره مخامخ دی .