ایران وايي یونان او اسپانیا ته د تېلو صادرات بند نه دي

د ایران د ایسنا خبري رسنۍ په حواله، د ایران د نفتو د ملي شرکت د نړیوالو چارو مشر محسم قمصري ویلي، چې هېواد یې د خامو تېلو صادرات یوازې برتانیا او فرانسې ته بند کړي دي.

دوی ددې کار انګیزه سیاسي بولي.

ایران ویلي چې د تېلو صادرات یې اسپانیا او یونان دوام لري.

قمصري زیاتوي، چې د ایراني تلوېزیون ''پرېس ټي وي'' راپور ورکړی، چې ایران اسپانیا او یونان ته هم د تېلو صادرات درولی دي، خو په اصل کې ایراني وزیر دا خبره نه ده کړې.