لندن بحرینی اعتراض کوونکی د سفارت پر بام نیولی

د لندن پولیسو هغه دوه بحریني اعتراض کوونکي نیولي چې ددوی د هیواد د سفارت بام ته ختلي او د بشري حقونو د یوه بندي فعال د خوشی کیدو غوښتنه یې کوله .

دغو دواړو ګواښنه کړې وه که چیرې د بحرین چارواکي دغه فعال عبدالهادي الخواجه خوشي نکړي نو دوی به ځانونه لاندي وغورځوي.

نوموړي فعال له نژدو اویا ورځو راهیسي د خوړو اعتصاب کړی او ویره ده چې مرګ ته نژدې سوی دی .

دغه دوه بحرینانو تر ۲۴ ساعتونو ډیر وحت د ودانۍ پر بام تیرې کړې او د ښاغلي الخواجه عکسونه یې ښورول او شعارونه یې وروکول .