نړیوالو بندیزونو د سوري پیسو ارزښت نیمايي ته ټيټ کړی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې وايي، د سوریې پر وړاندې نړیوالو بندیزونو د دغه هیواد د پیسو ارزښت نیمایې ته ښکته کړی دی.

ښاغلي ژوپي په پاریس کې یوه کنفرانس ته، چې د عرب لیک او د لودیځو هیوادونو چارواکي پکې وو، وویل د د مشق چارواکي په فعال ډول هڅه کوي، چې د دغو بندیزونه مخه ډب کړي.

ښاغلي ژوپي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د سوریې هڅو ته په ګډه کلک ځواب ورکړي.