بادغيس کې سيلابونو تاوان اړولى

د بادغیس سیمه يیز چارواکي وایي د دې ولایت په قادیس، آب کمري او مقر ولسوالیو کې د سیلابونو د راوتلو له کبله خلکو ته زیات تاوانه وراوښتی.

د بادغیس د والې ویاند شراف الدین مجیدې وایې په زرګونو جریبه زراعتې ځمکئ خرابئ شوې.

د یوشمیر خلکو کورونه زیانمن شوې، او په سلګونو څاروې هم تلف شوې دي.

نوموړی وایي تراوسه د یوه کس د لادرکه کیدو رپوټ هم په لاس ورغلی.

سیمې ته پلاوی لیږل شوی او د تلفاتو دقیقه اندازه به وروسته معلومیږي.