ساغکوزي له پياوړي سيال سره مخامخ دی

د فرانسې ولسمشر نيکولای ساغکوزي د ولسمشرۍ د لومړی رونډ ټاکنو لپاره چې د يکشنبې په ورځ پيلېږي نن ناوخته د خپل کمپاين وروستۍ غونډه کوي.

له وړاندې شوې نظرپوښتنه ښيي چې ښاغلی ساغکوزي او سيال يې فرانکوېس هولنډ به په ټاکنو کې څنګ په څنګ روان وي، خو د دوی ارزونه ښيي چې ښاغلی هولنډ به دويم پړاو وګټي.

موندنې ښيي چې لا هم يو پر څلورمه برخه رايه ورکوونکو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د انتخاباتي کمپاين مهم ټکی تر اوسه اقتصاد دی او ښاغلی هولنډ د فرانسې د مالي ستونزو د هواري لپاره له سپما نه ډېر، پر اقتصادي غوړېدا ټينګار کوي.