چين په سوريه کې د اوربند د دوام هڅې کوي

چين وايي چمتو دی په شخصي ډول په سوريه کې د څپڅپانده اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو د څارونکو له ډلې سره د څار په برخه کې مرسته وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزیر وويل بېجنګ به دغه موضوع له ملګرو ملتونو سره شريکه کړي.

د نړيوال منځګړي کوفي عنان يو وياند وايي په سوريه کې حالات ښه نه دي.

احمد فوزي وايي اوربند ډېر نازک دی، ځکه هره ورځ د تاوتريخوالي پېښې او تلفات رامنځته کېږي.

د حمص په ښار کې يو شمېر فعالين وايي يوازې قوي فشارونه کولی شي ولسمشر اسد له تاوتريخوالي راوګرځوي.