د سوريې په تړاو د امريکا او فرانسې دريځ سخت دی

امريکا او فرانسې د سوريې د حکومت د مخالفنيو په يوه غونډه کې چې په پاريس کې جوړه شوې وه، د دمشق خلاف کلک دريځ غوره کړ، که څه هم د پوځي زور د کارېدو خبره يې راپورته نه کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن وړانديز وکړ که حکومت اوربند ماتولو ته همداسې دوام ورکړي، نو د وسلو نړيوال بنديزونه دې پرې ولګول شي.

د ملگرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان له امنيت شورا غوښتي چې سوريې ته د نورو نړيوالو څارونکو استول ومني.

هغه دا څرگندونې د سوري حکومت له خوا د دغو څارونکو د ځاى پر ځاى کېدو په اړه د لومړنۍ موافقې تر لاسليک وروسته کولې.