بحرین کې یو مظاهره کوونکی وژل شوی

په بحرین کې د فارمولا-ون ګاډو ځغولې له پیل یوه ورځ مخکې ددغه سیالیو ضد مظاهرو کې یو مظاهره کوونکي د امنیتي سرتېرو په ډزو وژل شوی او یو بل ټپی دی.

دغو مظاهره کوونکو له پولیسو سره اخ وډب کړ دی.

فعالان وايي، د وژل شوي مړی د شکورا په یوه کلي کې موندل شوی، چې له پلازمېنې منامې ډېر واټن نه لري.

په تېره جمعه، لسګونه زره کسانو په مظاهره کې ګډون کړی و.

تازه راپورونه وايي چې د بحرین امنیتي ځواکونو د منامې پر واټونو لسګونه زغره وال ګاډي درولي دي.

په پام کې ده چې د بحرین پلازمېنه منامه کې د یکشنبې پر ورځ د فارمولا - ون یا ګاډو ځغلونې سیالي پیل شي.