افغانستان کې سېلابونو اته نور افغانان وژلي دي

د لوېدیځ ولایت هرات سیمه يیز چارواکي وایي د تلفاتو او تاوانونو د کچې د بیړنۍ ارزونې ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته لېږل شوې دي.

چارواکي وایي د راوتلو سېلاوونو له کبله لږ ترلږه ۵ تنه په هرات او ۳ په بادغیس کې ولایتونو کې وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.

سیلابونو دا راز پکتیا، اروزګان، زابل او غور ولایتونو کې هم خلکو ته تاوانونه اړولي دي.

د تېرو څو ورځو سېلابونو له کبله وړاندې په هېواد کې ۲۲ کسان وژل شوي وو.