اسلام اباد کې د الوتکې لوېدو ۱۲۷ کسان ووژل

د پاکستان پلازمېنې اسلام ته نژدې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده.

چارواکي وايي چې په پېښه کې ټول ۱۲۷ سپاره کسان وژل شوي دي.

دغه الوتکه له کراچۍ اسلام اباد ته تلونکې وه.

د پلازمینې اسلام اباد د پراختیایي ادارې مشر فرخند اقبال وايي، د الوتکې دمالوماتو بکس موندل شوی دی:

''زموږ کسانو د چورلکې مالوماتي یا توربکس موندلی او موږ به یې اړوندو چارواکو ته وسپارو، خدای مهرابانه دی. دوی به پلتڼه وکړي، چې په دغه الوتکه کې تر لویدو څو شیبې وړاندې څه پیښه شوي وو. خدای مهربانه دی، ټول مالومات به په دې بکس کې موجود وي او موږ به یې اړونده چارواکو ته وسپارو.''