جاپان برما ته په ميلياردونو پور بخښي

جاپان منلې، چې له درې اعشاریه اوه میلیارده ډالره ډیر پور به برما ته بښي او له دغه هیواد سره به په پرمختایي برخو کې مرسته کوي.

دغه پریکړه په توکیو کې د دواړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې وشوه.

دواړو مشرانو درانګه د یوه داسې پلان پر جوړیدا هم پریکړه وکړه، چې له مخې به یې د برما تر ټولو ستر ښار رانګون سره نژدې ځانګړې اقتصادي سیمه رامنځ ته کړي.

برما له تیر کال راهیسې، له کله نه چې واک ملکي حکومت ته لیږدول شوی، په خپل هیواد کې سیاسي او اقتصادي سمونې پيل کړي دي.

برما کې نژدې نیمه پیړۍ واک د پوځ په لاس کې وو.