ایران وايي د څارګرې الوتکې 'کاپي' جوړوي

ایران وايي، د امریکا د هغې څارګرې الوتکې د کاپي د جوړېدو چارې یې پيل کړي، چې تیر کال په ایران کې نسکوره شوې وه.

ایراني چارواکي وايي، د دغې بې پیلوټه الوتکې د سافټویر کوډ یا کلي یې ماته او وايي، اوس بشپړ په دې پوهیږي، چې دغه الوتکه څه ډول جوړه شو ده.

داسې اندېښنې هم شته، چې ښایي ایران د دغې بې پيلوټه الوتکې داسې کاپي جوړه کړي، چې رادار یې هم ونه شي لېدلی.