کرزي اصف علي زرداري سره ټيليفوني خواخوږي وکړه

افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري ته ټيليفون وکړ چې د اسلام اباد د الوتکې د رالويدو او په کې د ټولو سپرليو د وژل کيدو په اړه خپله خواشيني ښکاره کړي.

الوتکه د جمعې په ورځ ( د اپريل ٢٠) له کراچۍ اسلام اباد ښار ته تلونکې وه چې را ولويده او په کې ټول او په کې ټولې سپرلۍ ووژل شوې.