چین ددرملو ۷۷ میلیون شکمن کپسولونه نیولي

په چين کې دولتي رسنۍ وايي پوليسو د درملو ۷۷ میليون کپسولونه په دې شک نيولي چې ګنې له صنعتي پاتې شونيو جوړ شوي دي.

دوی وايي د توليد اتيا ځايونه تړل شوی، او لسګونه کسان نيول شوي دي.

ويل کېږي چې دغه کپسولونه له صنعتي جلاتينو جوړ شوي، چې کېدی شي د کروميم زهري کچه ولري، او له څرمنې ايستل کېږي.

د خوړو او درملو خونديتوب په چين کې خلکو د اندېښنو سرچينه جوړوي.