د فرانسوي ټاکنو لومړی پړاو فرانسوا هولاند ګټلی

په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو سوسيالست کانديد فرانسوا هولاند ګټلی دی.

له شمېرل شويو رايو سره سم، ښاغلي هولاند شاوخوا ۲۸،۵٪ سلنه رايې ګټلې، په داسې حال کې چې اوسنی ولسمشر سرکوزي په ۲۷٪ سلنه ورپسې راغلی دی.

دا لومړی ځل دی چې د بلې دورې لپاره کانديد ولسمشر په کې دومره ټيټي رايې ګټي.

ټولپوښتنې ښيي چې ښاغلی سرکوزي به دواړه راتلونکې مياشت د ټاکنو دوهم پړاو ښاغلي هولاند ته بايلي.

ډېر پام د مارين لو پن په ګټلو رايو راغونډ و، چې ۱۸٪ سلنه رايو ګټنه يې د ښي اړخه توندلاريو لپاره تر دې مهاله تر ټولو غټ بری دی.