اروپايي ټولنې پر برما بندیزونه د یوه کال لپاره وځنډول

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې پر برما د بندیزونو لویه برخه د یوه کال لپاره وځنډوي.

دا ګام په دغه هېواد کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو د رسمیت پېژندلو په موخه شوی چې تر نیمې پېړۍ پوځي واکمنۍ وروسته رامنځ ته شوي دي.

د وسلو په برخه کې بندیزونه لا هم پر ځای پاتې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ په لېګزامبورګ کې وویل دا لا وختي ده چې پر برما ټول بندیزونه لېرې شي.