ش. کوریا وايي ډېر ژر به ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي

شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي چې دا یې د جنوبي کوریا د تاسیساتو په وړاندې یو بیساری ګام بللی دی.

په سیول کې د بي بي سي خبریال وايي دغه خبرداری وروسته تر هغه ورکول کیږي چې فضا ته د شمالي کوریا د توغندي پر توغولو سختې نیوکې وشوې.

خو هغه د توغندي توغونه ناکامه شوه.

په دې تړاو د شمالي کوریا د تلویزیون له لارې یوه بیانیه په ډېر غور سره خپره شوه.