افغانستان کې وایمکس سیستم فعالېږي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي چې په هېواد کې به ډېر ژر وایمکس سیستم فعال او د یوه میګابایټ انټرنېټ بیه به له نهو سوو ډالرو درو سوو ډالرو ته راټيټ شي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین ویلي، دا چې وایمکس یو بې سیمه سیستم دی، او تر ډېره ترې په انفرادي ډول ګټه اخیستل کېږي، خو کیفیت او چټکوالی یې ډېر زیات دی.

څو ورځې وړاندې یوه مخابراټي شرکت په هېواد کې د تري جي سیستم د فعالېدو خبر هم ورکړ.

دا مهال د هېواد له څلور تر اتو سلنې وګړي انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د مخابراتو وزارت وايي، چې تر دوو کالو پورې به د هېواد ټولو برخو ته نوري فایبر ورسول شي.