په جنسي تېري تورن دپلومات له برازیله ایران ته غوښتل شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې پر ورځ وویل، په برازیل کې د ایران د سفارت یو دپلومات، چې په دغه هېواد کې د ټيټ عمر له نجونو سره په جنسي تېري تورن شوی، ایران ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره غوښتل شوی.

تېره اوونۍ، د برازیل خبري رسنیو وویل، چې برازیل کې د ایران د سفارت جګپوړی دپلومات حکمت الله قرباني په یوه ساتېري ځای کې له ځینو نجونو سره د جنسي تېري په تور پولیسو نیولی دی.

خو وروسته نوموړی د سیاسي مصونیت له کبله پولیسو پرېښود.

ددې خبر په خپرېدا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند او برازیل کې د ایران سفارت دا رپوټ دروغ وباله.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مهمانپرست له خولې ویل شوي چې دغه دپلومات تورن دی.