سوري ځواکونو اردن ته پر اوښتونکو کډوالو ډزې کړې

یوې اردنۍ خیریه ټولنې ویلي سوري ځواکونو پر هغو سلګونو کډوالو برید کړی چې د شنبه او یکشنبه په ورځو د سوریې له تاوتریخوالي یې اردن د تېښتې هڅه کوله.

ددغې ټولنې یوه ویاند ویلي لسګونه سوري وګړي چې یا سوځېدلي او یا په ډزو ویشتل شوې ول، پولې ته په رسېدو روغتونونو ته ولېږدول شول.

دغه ویاند د تښتېدلو کسانو له قوله وایي چې نور خلک هم د شاوخوا پنځوسو ښځو په ګډون د سوریې د ځواکونو له خوا درول شوي دي.

مخالف فعالین وایي پخپله سوریې کې د ننه هم حکومتي ځواکونو په ''حماة'' ښار کې د ډزو په پایله کې څه باندې شل کسه وژلي دي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د ملګرو ملتونو څارونکو دغه ښار ته سفر کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوریا نولاند وایي دا هغه څه دي چې دوی ترې خبر ول:

''زه فکر کوم د حماة او حمص په څېر ښارونو کې چې څارونکي ورغلي، اندېښنه داده چې دوی دا وړتیا لرله چې د مخالفینو مشرانو ته دا زمینه برابره کړي چې راووځي او خپلې نظریې نورو ته ورسوي. دوی د خلکو په لیدلو پیل وکړ او بیا کله چې د هاوانونو ډزې له سره پیل شوې، دوی ډېر ژر له هغه ځایه ووتل. نو دا د اندېښنې وړ خبره ده.''