برتانیا هرکال له افغان ځواکونو سره ۱۰ میلیون ډالر مرسته کوي

افغانستان کې د برتانیا نوی سفیر سوېلي ولایت هلمند ته تللی او هلته یې د خپل هېواد له لوري د ښې حکومت ولۍ په برخه کې د هلمند له والي سره ژمنه کړې ده.

ریچرډ سټګ هلمند ته له یو شمېر نورو چارواکو سره د هلمند د سفر پرمهال هلمند والي ګلاب منګل ته وویل، چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته، هر کال د افغان امنیتي ځواکونو د لوژستیک په برخه کې لس میلیون ډالر مرسته کوي.

د هلمند د والي دفتر ویلي چې له برتانوي سفیر سره په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا ځانګړی استازی مارک سیډوېل هم مل و.