د ټاکنو کمیسیون: که قانون وغواړي، ټاکنې مخکې کېدی شي

د ولسمشر حامد کرزي تر دې څرگندونو وروسته چې ويلي و له ۲۰۱۴ کال څخه د ولسمشريزو ټاکنو د رامخکې کولو په اړه سلا کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون ويلي چې ولسمشر ورسره په رسمي توگه دا خبره نه ده شريکه کړې خو نظر يې دادى که دا خبره له اساسي قانون او د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې راشي، شونتيا يې نه ليدل کيږي.

خو د ياد شوي کميسون مشر فضل احمد معنوي بي بي سي ته ويلي دي،که قانوني ستونزه نه وي نو کيدى شي چې د يوه عامه مصلحت په توگه د ټاکنو په مهال کې بدلون راشي.